خبرونهنړۍ

ټرمپ وايي شاید ژر چین ته سفر وکړي

کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال —

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې شاید ژر چین ته سفر وکړي.

هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د چین ولسمشر شي جین پینګ ورڅخه غوښتي چې چین ته سفر وکړي.

ټرمپ ویلي: “شاید دا کار په نږدې راتلونکي کې وکړو.” 

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ټرمپ او شي جین پینګ مرستیالانو د دواړو مشرانو د احتمالي لیدنې په اړه خبرې کړې دي.

دا لیدنه شاید د روان کال په وروستیو کې د ټرمپ د آسیا سفر په ترڅ کې ترسره شي. 

ټرمپ په داسې حال کې د شي جین پینګ سره د احتمالي لیدنې خبره کوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ، په ځانګړې توګه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې، جدي تاوتریخوالی موجود دی. 

دا تاوتریخوالی، چې ریښه یې د چین پر توکو د ټرمپ له لوري لګول شوي محصولات دي، لا هم دوام لري.