
کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د تېر جمهوري نظام لوړ پوړي چارواکي محمد معصوم ستانکزي له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري را ستنېدنې ته په اشارې سره ويلي چې دا یو بشري بحران رامنځته کوي چې د ستونزې د حل لپاره بايد ټول افغانان سره يو موټی شي.
نوموړي په ټولنیزې شبکې اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي چې د افغانستان مظلوم ولس له کلونو راهېسې د سیمې د هېوادونو د سياسي ګټو ښکار شوي او اوس وخت کې يې د سیاسي ګټو د تر لاسه کولو وروسته په جبري ډول خپل هېواد ته د يو بحران په توګه ستنوي.
دی وايي، له تېر څخه بایدزده کړه وشي او دغه بحراني وضعیت د مبارزې لپاره بايد ټول افغانانان سره لاسونه ورکړي.