افغانستانخبرونهځانګړي برخه

طالبانو په کابل کې د شيعه مذهبو يو مرکز تړلی

کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په کابل کې د شيعه مذهبو يو مذهبي مشر واعظ زاده بهسودي ويلي چې د طالبانو عدلیې وزارت د دوی د زده کړو يو مرکز چې شرعي او قانوني زده کړې په کې کېدلې تړلی دی.

دغه شيعه مذهبه ديني عالم په يوه بیانیه کې چې په ټولنيزو رسنيو يې خپره کړې يادونه يې کړې چې طالبانو پرون د چهار شنبې په ورځ په دشت برچي سیمه کې د دوی یو مرکز ته ورغلي، هغه يې مهرلاک کړی او کارمندان يې ټول ترې بهر کړي دي.

هغه زیاته کړې چې ځينو فرصت طلبه کړيو د دوی په اړه د طالبانو د عدلیې وزارت ته دروغ معملومات ورکړي او هغوی يې اړ کړي چې د دوی دغه مرکز ته قفل واچوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.