
کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د جرمني په کسل ښار کې د SWARM Biotactics په نوم يوه سټارټ اپ کمپنۍ د ګونګټ په څېر د عصري برېښنايي چپ په مرسته د بايو روباټونو د بدلولو ټېکنالوژي معرفي کړه.
د کمپنۍ په وينا، دا ژوندي بايو روباټونه کولای شي په هغو سيمو کې جاسوسي، ژغورنې او امنيتي ماموريتونه ترسره کړي، چيرته چې دودیز ډرونونه يا روباټونه ناکامېږي.
د دې لپاره، پر ګونګټې ځانګړي “سېنسر بېک پېک” نصبېږي، چې د مصنوعي ذهانت سېنسرونو، نيورل کنټرول او خوندي مخابراتي نظامونو سره يوځای کوي، ترڅو دا په يوه “سمارټ سوارم” په توګه کار وکړي.
دا بايو روباټونه په تنګو او خطرناکو ځايونو کې په کمې انرژۍ سره چټک حرکت کولای شي.
په ۲۰۲۵ کال جون مياشت کې دې کمپنۍ ۱۳ ميليونه يورو فنډ ترلاسه کړی، چې پکې د ګڼو کمپنيو پانګونه شامله ده.
دغه فنډ به په يورپ او شمالي امريکا کې د دفاعي، امنيتي او بېړنيو ادارو سره د پايلوټ پروژو، سېنسر بېک پېک او نيورل انټرفېس د پراخه توليد او د انجنيرۍ ټيم پراخولو لپاره وکارول شي.
کارپوهانو ويلي، دا بايو روباټونه د طبيعي حرکت او سوارم انټيليجنس د ترکيب له امله په ويجاړو ودانيو، خطرناکو ځنګلونو يا د دښمن تر کنټرول لاندې سيمو کې د جاسوسۍ، لټون او ژغورنې او بېړنيو عملياتو لپاره کارېدلای شي.