افغانستانخبرونهلوبې

د پاکستان، افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ درې اړخیزه سریز کیږي

کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان ډان ورځپانې ویلي، چې د پاکستان، افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د درې اړخيزې لوبلړۍ خبرې اترې نهايي مرحلې ته داخل شوي دي. 

د سرچينو په وينا، د اې سي سي غونډې پر مهال به دغه لوبلړۍ نهایي شي او د مهالوېش ترڅنګ به یې ځآیونه هم اعلان شي.

دا درې اړخيزه لوبلړۍ به د ۲۰۲۵ اېشيا کپ نه مخکې په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي، په داسې حال کې چې پاکستان په اګست کې د افغانستان کوربه توب کاوه. 

د پي سي بي لخوا د لوبلړۍ پر ځای په يو اې اې کې د درې اړخيزې لوبلړۍ وړانديز شوی و. 

د سرچينو په وينا، په يو اې اې کې د دې لوبلړۍ هدف د اېشيا کپ نه مخکې د حالاتو سره همغږي کول دي.