
کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکيې په ځنګل کې د لګېدلي اور پر مهال لس تنه اور وژونکي او مرستندویه کارکوونکي مړه شوي دي.
د بهرنيو رسنيو په وينا، د ترکيې په مرکزي ولايت کې د سه شنبې په ورځ د استنبول او پلازمېنې انقرې ترمنځ په ځنګل کې اور ولګېد، چې په چټکۍ سره خپور شو او له امله يې څو کلي هم خالي شوي دي.
چاپېريالي چارواکو ويلي، د اور د کنټرول لپاره هڅې روانې دي، چې پکې ګڼ شمېر اور وژونکي او ژغورونکي کارکونکي برخه لري.
د ترکيې د کرنې وزير په وينا، د اور د کنټرول په هڅو کې ۲۴ کارکونکي زيانمن شوي، چې پکې ۵ اور وژونکي او ۵ ژغورونکي کارکونکي ووژل شول.