
کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایټالیا هېواد په بريشيا کې يوه کوچنۍ الوتکه پر يوه عمومي لويه لار لوېدلې، چې له امله يې پايلوټ او د هغه ملګرې وژل شوي او د اور لګیدنې له اله دوه موټر چلوونکي هم ټپیان شوي دي.
په یوه خپره شوې ویډیو کې هم لیدل کیږي، چې الوتکه له فضا څخه په عمومي سړک غورځیږي چې وروسته اور او تور لوګي له سړک څخه پورته کیږي.
د سيمه ييزې ورځپاڼې “جورنالې دي بريشيا” په وينا، په دې وېرونکې پېښه کې د ميلان اوسېدونکی ۷۵ کلن پايلوټ او وکيل سرجيو راواليا او د هغه ۶۰ کلنه ملګرې اېن ماريا ډي اسټيفانو ووژل شول.
د عيني شاهدانو په وينا، راواليا ښايي د بېړنۍ ناستې هڅه کوله، خو د الوتکې سرعت يې بېرته نه شو کنټرولولی، چې له امله يې الوتکه په چټکۍ سره لوېدلې.