خبرونهعجایبنړۍ

د فرانسې ولسمشر په هغه امریکايي پوډکاسټر باندې مقدمه درج کړې، چې ویلي و، د هغه میرمن نارینه زیږیدلې وه

کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د فرانسې ولسمشر اېمانويل ميکرون او د هغه مېرمن بريجيت ميکرون د امريکې د ښي اړخي سوشل ميډيا اغېزناکې او پوډکاسټر کينډيس اووينز پر ضد د بدنامۍ مقدمه درج کړې، چې دعوه یې کړې وه، چې د فرانسې د ولسمشر میرمن د نارینه په توګه زېږیدلې ده.

د برتانوي خبري اژانس “رائټرز” په وينا، ميکرون جوړې په ډيلاوير سپيريئر محکمې کې دغه شکايت درج کړی، چې وايي کينډيس اووينز د خپل پوډکاسټ د پروموشن او “ليونتوب ډک” مينه والو د زياتولو لپاره د دروغو پر بنسټ يوه “نړيواله توهين آميزه کمپاين” پيل کړی. 

شکايت وايي، په دې دروغجنو خبرو کې دا ادعا هم شامله ده، چې ۷۲ کلنه بريجيت ميکرون اصل نوم جين مايکل ټروګ نيوکس دی، چې په اصل کې د هغې د مشر ورور نوم دی. 

اووينز د هغې بڼې، واده، ملګرو، کورنۍ او شخصي تاريخ په تحريفولو سره يو نفرت انګېز بيان جوړ کړی، چې موخه يې يوازې نفرت او توهين خپرول دي. 

دې سره په نړيواله کچه نه ختمېدونکې زورواکي رامنځته شوه. 

اووينز په خپل پوډکاسټ کې دا مقدمه د حقايقو نه ډکه تېروتنه بللې او ويلي يې دي، دا د هغې ساکښت ته زيان رسولو لپاره يوه واضح او مايوسه کوونکې پبلک ريليشنز سټراټيجي ده. 

د اووينز وياند ويلي، دا مقدمه په اصل کې د هغې پر ضد زورواکي ده، ځکه بريجيت ميکرون د اووينز د انټرويو څو ځلې غوښتنې رد کړې وې. 

د ميکرون جوړې د خپلو وکيلانو له لارې ويلي، دا د اووينز بې بنسټه کمپاين په واضح ډول زموږ او زموږ کورنيو ته هيرسولو او تکلیف ورکولو لپاره پيل شوی، موږ هغې ته درې ځلې د دې ادعاوو نه د وتلو موقع ورکړه، خو هغه ونه درېده.