
کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي چې طالبانو د غزني په ولایت کې يو مهشور ديني عالم او د دغې ډلې دیني روزونکی او پلوي نیولی او محاکمه کړی یې دی.
د معلوماتو له مخې، مولوي عبدالسمیع غزنوي له تېرو درېیو لسیزو راهېسې د طالبانو د روزنې او دغې ډلې ته د دیني زده کړو په برخه کې کار کړی خو په دې وروستيو کې پر دغې ډلې د انتقادونو، د پاکستان پر وړاندې د جګړې/جهاد د فتوا ورکولو او د ښځو د زده کړو د پلوۍ له امله یې له طالبانو په ځانګړي توګه کندهاري طالبانو سره اړیکې خرابې شوي دي.
ځينو سرچینو کابل ټیلیګراف ته تایید کړه چې عبدالسمیع غزنوي د چنګاښ په ۲۵مه په کابل کې له یوې مدرسې څخه نيول شوی او د زمري په لومړۍ نېټه پرون د چهار شنبې په ورځ يې نظامي محکمه کې محاکمه کړی دی. هغه پر ۴۵ ورځې بند محکوم شوی دی.
ویل کېږي چې کابل کې ځينو طالب چارواکو د هغه د نيولو اقدام څخه په دې خاطر چې استاد يې پاتې شوی، سرغړونه کړې او له کندهار څخه ورپسې ځانګړې د استخباراتو ډله راغلې، هغه يې د طالبانو د رهبر په امر نيولی دی.
نوموړی تر دې وړاندې هم يو ځل د ورته نیوکو له امله نیول شوی و.