افغانستانخبرونه

م.م: افغانستان ته راستنېدونکي کډوال د طالبانو د غچ اخېستنې ګواښ سره مخ دي

کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان اندېښنه شریکه کړې چې په دې وروستیو کې له پاکستان، ایران، تاجکستان او ځينو نورو هېوادونو څخه په جبري ډول بېرته خپل هېواد ته ستنېدونکي افغان کډوال د طالبانو د غچ اخېستنې له ګواښ سره مخ دي.

 یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ په يو راپور کې ويلي چې طالبانو له يو شمېر هغو افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته په جبري ډول ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت (يوناما) او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په يو راپور کې لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال له پيل څخه تر اوسه پور ې ۹۰۰ زره افغان کډوال په جبري ډول له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د نړیوال سازمان د يو اټکل له مخې ښايي دا شمېر د روان کال تر پایه تر درېيو میليونو وګړو ورسېږي.

دغه سازمان اندېښنه شریکه کړې چې د کډوالو د راتګ لړۍ په داسې حال کې توده شوې چې دغه هېواد وار لومړۍ د اقتصادي او مالي ستونزو له امله له انساني بحران سره مخ کېدونکی دی.