خبرونهنړۍ

فرانسه، فلسطین د خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت پېژني

کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د فرانسې ولسمشر ویلي، د روان کال په سپټمبر میاشت کې به فلسطین د یوه خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

هغه زیاته کړې، دغه پرېکړه به د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې اعلان کړي.

مکرون لیکلي چې: «منځني ختیځ کې عادلانه او تلپاتې سولې ته د خپلې تاریخي ژمنتیا په تړاو مې پرېکړه کړې چې فرانسه د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.»

دا په داسې حال کې ده، چې د الجزیرې خبري شبکې د راپور ورکړی، چې دا مهال د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۳ غړو هېوادونو له جملې ۱۴۲ هېوادونه د فلسطین هېواد په رسمیت پېژني یا هم پرېکړه یې کړې چې هغه په رسمیت وپېژني.