
کابل ټیلیګراف – ۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د خلکو په ۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوې.
د یاد ولایت د طالبانو د پوهنې رئیس سید محمد فیضي وایي، دغه ښوونځی د سرخ پارسا ولسوالۍ د ترکمن درې په دولتي خانې سیمه کې د یوه کال په موده کې جوړ شوی دیو چې ۱۰ ټولګي او د اوبو رسولو سیستم هم لري.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم پروان او یوشمېر نورو ولایتونو کې د ولس له خوا ورته ښوونځي او دیني مدرسې جوړې شوي دي.