افغانستانخبرونه

متقي: د بشري مرستو تر څنګ دې پراختیايي برخې ته هم پاملرنه زياته شي

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي افغانستان کې د “WFP” نړيوال سازمان له نوي مشر، جان آیلیف سره کتلي.

متقي په افغانستان کې د یاد سازمان له خوا د وړاندې شویو مرستو مننه کړې، او ټینګار يې کړی، چې د بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې پراختیايي برخې ته هم پاملرنه زياته شي.

ورته‌مهال جان ایلیف په افغانستان کې د شته امنیت له امله خوښي څرګنده کړې او دا یې د یاد سازمان د فعاليتونو د لا ښه ترسره کېدو په برخه کي ګټور بللی دی.

 نوموړي دغه‌راز د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسلامي امارت له لورې وړاندې کېدونکي خدمتونه او مرستې ستایلي او په دې برخه کې يې د یاد سازمان له خوا د لا ډېرو مرستو وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.

په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو، ستونزو د حل او اغیزمنو مرستو پر دوام ټینګار کړی.