افغانستانخبرونه

ننګرهار کې سېلابونو ۱۳تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل ټیلیګراف ۸وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

ننګرهار کې د تېرې شپې ورښتو او له امله یې راوتلي مرګونو سېلابونو په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې د بارانونو او سېلابونو له امله ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپيان دي.

ننګرهار کې د طالبانو د کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایي، تېره شپه او نن سهار د دې ولایت په سرخرود، رودات، ده بالا او چپرهار ولسوالیو کې سختو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

هغه دا ویلي نه دي چې په کومو سیمو کې یاد شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خو په ټولنیزو رسنیو کې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو د راوتلو سېلابونو ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي چې په کې لیدل کېږي خلکو ته یې د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه اړولي او په زیاته اندازه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده.

د شینوارو اوسېدونکي عطاء خان شینواري په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د سپین غر ولسوالۍ په بټن کلي کې د باران له امله د دادالله په نامه د یوه کس کور لوېدلی، چې له امله یې دوه لوړګانې یې مړې او د مېرمنې او ماشومانو په ګډون یې دوه نور ژوبل دي.

نوموړي لیکلي، چې په روداتو ولسوالۍ کې هم دوه تنه سېلابونو وړي چې تراوسه یې د مړي ژوندي معلومات نشته.

په دې سېلابونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام وروستي نه دي او ښايي په کې د مرګ ژوبلې ارقام لوړ شي.