افغانستانخبرونه

کندهار کې يو بهرنی سیلاني د ترافيکي پېښې پرمهال ټپي شو

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې يو بهرنی سيلاني چې پر موټر سایکل سپور و، له يو بار وړونکي مازدا موټر سره ټکر کړی چې پايله کې يې ياد سيلاني ټپی شوی دی.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي چې دا پېښه نن سهار د دامان ولسوالۍ په ارغستان پله سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې ياد سيلاني په خپل موټر سایکل په ګړندي ډول روان و او یو بار وړونکي موټر سره يې ټکر وکړ.

د لومړنيو معلوماتو له مخې، سيلاني د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.