
کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مشروطه اجازه ورکړل شوې او لومړنۍ مرستې ور رسېدلي؛ حماس په اوس وخت کې د اوربند په تړاو خبرې اترې بې ګټې ګڼي.
د حماس د دفتر رییس خلیل الحیه پرون ټينګار وکړ چې د نسل وژنې، ولږې او محاصرې تر څنګ د اوربند خبرې بې معنی دي.
هغه ټينګار وکړ چې په ابرومنده او بېړنۍ توګه د خوراکي توکو او درملو د مرستو لېږد د خبرو اترو لپاره لاره خلاصوي.
هغه په يو ويډيوي پيغام کې ويلي: «د نسل وژنې، محاصرې او زموږ د ماشومانو، مېرمنو او بې ګناه خلکو ته د خوړو نرسېدو په ترڅ کې د سولې او اوربند خبرې هېڅ معنی نه لري.»
د ملګرو ملتونو په يو راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې په دې وروستيو کې د غزې تړانګې اوسېدونکي د خوړو، اوبو، درملو او سون توکو له نشتوالي او قحطسالۍ سره مخ دي.