خبرونهسينمانړۍ

د خیبر تلویزیون یوه خبریاله او کورنۍ یې ګلګت کې د سیلاب له امله مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د پښتو ژبې د مشهور تلویزیون (خیبر نیوز) يوه خبریاله شبانه لیاقت چې په سپنا مشهوره وه، ګلګت بلتستان کې د سیلاب له امله له خپلې کورنۍ سره يوځای مړه شوې ده.

د خیبر تلویزیون په يو راپور کې تایید کړه چې مېرمن لیاقت څو ورځې وړاندې ګلګت بلتسان ته د خپل مېړه او درېیو اولادونو سره يوځای چکر ته تللي وو چې هلته پراخه خونړي سیلابونه راووتل.

لومړنيو رپوټونو کې څرګنده شوې چې د هغې دسکول پيدا شوی او ښکاري چې ټوله کورنۍ يې سیلاب له امله مړه شوي ځکه له تېرو څو ورځو راهېسې یې کورنۍ او خپله هغې سره هېڅ اړیکه نه کېږي.

شبانه لیاقت په خیبر تلویزیون کې د يوې مشهورې خپرونې چلوونکې وه او کلوه يې خیبر تلویزیون سره کار کړی دی.