افغانستانخبرونه

امریکا او اروپایي هېوادونو د ۱۵ سلنې تعرفو پر ښکته کېدو هوکړه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

امریکا او اروپایي ټولنې تېره ورځ (یکشنبه) یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې د اروپایي ټولنې په ډیر شمېر وارداتي توکو د امریکا تعرفې له ۳۰ څخه ۱۵ سلنې ته راښکته کیږي.

غه هوکړه‌لیک د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا فون ډېر لاین ترمنځ په سکاټلېنډ کې لاسلیک شو.

ټرمپ ویلي، چې د دې هوکړې له مخې، اروپایی ټولنه په امریکا کې د خپلې پانګونې کچه ۶۰۰ میلیارده ډالرو ته لوړوي.