افغانستانخبرونه

کانګو کې پر کلیسا برید کې ۴۳ کسان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د کانګو په ختیځ کې کاتولیکانو پر یوه کلیسا برید کې لږ تر لږه ۴۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاد برید د یک‌شنبې په ورځ هغه مهال وشو چې یو شمېر کاتولیک مسیحیان د شپنۍ دعا مراسمو کې د ګډون لپاره د کوماندا ښار «کاریتاس» په نوم یوه خیریه بنسټ اړوند کلیسا کې سره راټول شوي وو.

راپور کې راغلي، بریدګرو پر یادو کسانو د وسلې او چاقو برید وکړ، له کلیسا سره نږدې دوکانونه او د اوسېدو کورونه سوځول شوي او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي نادرکه دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې ۴۳ کسان وژل او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.