خبرونهنړۍ

ټرمپ ایران ته: که اټومي تاسیساتو باندې کار پيل کړئ، له نړۍ مو ورکوم

کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران څخه یې داسې معلومات تر لاسه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د اټومي تاسیساتو په غني کولو بوخت دی او که دا کار وکړي له داسې برید سره به مخ شي چې د نړۍ له نقشې به ورک شی.

ټرمپ چې د بریتانیا له لومړي وزیر کی‌یر سټارمر سره يې په ګډه خبري کنفرانس کې يې خبرې کولې په قهریدلې لهجه يې د ایران د اټومي تاسیساتو په درېدو ټينګار وکړ.

هغه وويل: «که اسلامي جمهوریت (ایران) اټومي پروګرام بیا پيل کړي، دا به له هغې چټک چې دوی يې فکر کوي له منځه یوسو. دا کار به ښه ښکاره او په ټول توان وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقه يي نن اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو اوونيو کې به د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان استازي دغه هېواد ته ورشي چې د اټومي پروسې په تړاو خبرې اترې وکړي.