خبرونهنړۍ

په اوکراین د روسیې برید کې ۱۶ تنه وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایي، روس د اوکراین په اپوریژیا کې پر یوه زندان باندې ۸ هوايي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې د FAB بمونو په وسیله د زندان ودانۍ په نښه کړه.

د اوکرایني رسنیو د راپور له مخې، روسیې د اوکراین په اپوریژیا کې پر یوه زندان باندې ۸ هوايي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې د FAB بمونو په وسیله د زندان ودانۍ په نښه کړه. 

د اوکرایني چارواکو په وینا، په دې روسي برید کې ۱۶ کسان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول. 

د اوکرایني چارواکو په وینا، تېره شپه د اوکراین د دنیپروپیټروفسک په سیمه کې د روسي بریدونو په ترڅ کې ۴ کسان ووژل شول او څو نور ټپیان شول.