
کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې (پرون د دوشنبې په ورځ) ۷۸ فلسطيني وګړي وژل شوي دي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، په وژل شويو کسانو کې يوه حامله ښځه هم وه چې ماشوم يې د هغې له مړينې وروسته وزېږېد خو هغه هم ژوند له لاسه ورکړې.
د راپورونو له مخې، د وژل شويو کسانو اکثریت هغه یې د مرستو تر لاسه کولو پرمهال هغه وخت ووژل وشول چې د اسرائیلو تر اعلان وروسته خلکو خوندیتوب احساس کړ او مرستو ته راټول شول.
وروسته له هغې چې په غزه کې د بشري ناورین له رامنځته کېدو وروسته پر اسرائیلو نړیوال فشارونه زیات شول د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې اسرائیلي ځواکونه به د مرستو د رسېدو په خاطر د ورځې لس ساعتونه په غزه، دیرالبلح و المواصي عملیات نه کوي.