خبرونهنړۍ

امريکا او اسرائيلو د بريتانيې لخوا په مشروط ډول د فلسطين په رمیت پېژندلو پرېکړې ته غبرګون وښود

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د بريتانيې لومړي وزیر سر کيير سټارمر د کابينې بېړني غونډې وروسته ویلي و، که د غزې وضعيت بدل نه شو، نو بريتانيا به د سپتمبر په مياشت کې فلسطين د یوه خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

هغه وويل، که اسرائيل د غزې جګړې بندولو، لويديځې غاړې که د اشغال نه کولو او د دوو رياستونو حل ته رضامندي ونه ښيي، نو فلسطيني رياست به د دوی لخوا په رسمیت وپېژندل شي.

په همدې اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سکاټلينډ څخه امریکا ته د ستنیدو پر مهال خبریالانو ته وویل: د بريتانيې لومړي وزیر سره په دې اړه هېڅ خبرې نه دي شوې، او امريکا په دې موضوع کې نه دی شامل.

ټرمپ وويل، له اسرائيلو سره به د غزې د خوراکي مرکزونو لپاره خبرې وکړي، د غزې ماشومانو ته به خوراک ورسوي، اسرائيل نه غواړي چې حماس مرستې يا د غزې لپاره پيسې غلا کړي.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت وايي، اسرائيل د بريتانيې د لومړي وزیر بيان ردوي، د بريتانيې د حکومت دريځ بدلون د فرانسې اقدام او کورني سياسي فشارونو نتيجه ده.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت په وينا، د بريتانيې د حکومت دريځ د حماس لپاره د انعام په معنی دی او دا اعلان به د غزې د جګړې بندولو او يرغماليانو د خوشي کولو هڅو ته زيان ورسوي.

تېرو ورځو کې د فرانسې ولسمشر اېمانوئل مکرون هم اعلان کړی و، چې فرانسې د فلسطيني رياست په رسمیت پېژندلو پرېکړه کړې.