افغانستانخبرونه

هالند د اسرائیلو سفیر احضار کړی

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د هالنډ بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د روان بشري ناورین له کبله په امسټرډام کې د اسرائیلو سفیر احضار کړی دی.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپر ولدکامپ له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې اسرائیل باید په جدي توګه غزه کې د انساني ناورین د کمولو لپاره خپله تګلاره بدله کړي. جګړه او روان ناورین زېږوونکی وضعیت پای ته ورسوي.