افغانستانخبرونه

خیبر پښتونخوا کې څلور وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د دغه هېواد د ځواکونو په عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

ډان ورځپاڼې چهارشنبه د جولای پر ۳۰مه راپور ورکړ چې د «سربکف» په نوم عملیات تېره شپه په باجوړ کې ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو عملیاتو کې ۱۰ وسله وال نیول شوي هم دي.

په راپور کې ویل شوي چې د عملیاتو په لړ کې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې یو ماشوم وژل شوی او یوه ښځه او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې سرچینو راپور ورکړی چې پاکستاني الوتکو د خوست ولایت ۤپر فضا ګزمې کړې دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستاني ځواکونو او د ټي ټي پی د جنګیالیو ترمنځ وسله والو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.