
کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو کډوالو وزارت د رسنیو په مرکز کې د یو کلنې لاسته راوړنې د تشریح په پروګرام کې و ویل، د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې له ایرانه په جبري توګه څه باندې ۱۸ سوه زره کسان را ایستل شوي دي.
د دغه وزارت مسلکي مرستیال، عبدالرحمن راشد پر کوربه هېوادونو نیوکه وکړه چې د کډوالو د کډوالو د را ایستلو دغه ناورین د بشري اصولو او انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د طبیعي او غیر طبیعي لاملونو له امله د بې ځایه شویو شمېر بیا په تېر کال کې څه باندې ۱۳ زره یاد کړ چې د ټولټال بې ځایه شویو شمېر ورسره ۲ نیم میلیونو ته رسیږي.
دغه وزارت و ویل چې اوس مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۶ میلیونه افغانان کډوال دي.