افغانستانخبرونه

خوست کې د جعلي ویزو او دعوت‌نامو د جوړولو په تړاو یو کس نیول شوی

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

چارواکي وایي، د خوست ولایت په مرکز کې یو کس د جعلي ویزو او دعوت‌نامو د جوړولو په تړاو نیول شوی دی.

په ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وایي،  خوست ښار کې هغه کس نیولی چې په خلکو به یې جعلي دعوت نامې او ویزې د اصلي په نوم پلورلې او له دې لارې به یې ترې زرګونه ډالر اخیسته.

د خوست امنیه قوماندانۍ وایي، دغه کس له یوه کس څخه د روسیې د جعلي دعوت نامې په بدل کې درې نیم زره او له یو بل کس څخه اته زره امریکایي ډالر اخیستې و، چې ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په مالدیف کې پنځه تنه افغانان د جعلي ویزو له امله ونیول شول.