خبرونهعجایبنړۍ

سعودي عربستان کې په هرو ۹ دقیقو کې یو طلاق ثبتیږي

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په سعودي عربستان کې د واده وروسته سمدستي طلاق اخیستل خورا ډېر شوي، او هر ۹ دقیقې وروسته یوه طلاق ثبتېږي.

نړیوالې رسنۍ ګلف نیوز په یوه راپور کې  د دولتي شمېرو له مخې ویلي، سعودي عربستان کې په  روان کال کې ۱۲.۶ سلنه ودونه په طلاقو پای ته رسېدلي، او د دغو طلاقو څخه له ۶۵ سلنه څخه زیات د واده په لومړي کال کې شوي دي.

د سعودي عربستان د عدليې وزارت او د احصایې د عمومي ادارې د ۲۰۲۵ کال د معلوماتو پر بنسټ، ټول هېواد کې ۵۷ زره او ۵۹۵ طلاقونه ثبت شوي دي، یعني په اوسط ډول هره ورځ ۱۵۷ طلاقونه چې دا هر ۹ دقیقې وروسته د یوې طلاق معنا لري.

د راپور له مخې، الباحه هغه ښار دی چې تر ټولو زیاته د طلاق کچه لري.

په دغه ښار کې  ۳۶٪ ودونه په طلاق پای ته رسېدلي.
په ریاض کې دا کچه ۲۱.۷٪ او په حایل کې ۱۹.۲٪ ثبت شوې ده.