خبرونهعجایبنړۍ

دوبۍ هوایي ډګر د مسافرو د راتګ نوی ریکارډ جوړ کړ

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د فضايي حدودو د تړل کېدو سره، سره د دوبۍ هوايي ډګر د مسافرو د راتګ نوې ریکارډ جوړ کړ.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر، چې د نړۍ د تر ټولو بوختو هوايي ډګرونو په لیست کې دی، د روان کال په لومړۍ شپږمیاشتنۍ کې د ۴۶ میلیونو مسافرو د راتګ ریکارډ ثبت کړی، چې د تېر کال په پرتله ۲.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

په راپور کې ویل شوي، تېره میاشت د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، په منځني ختیځ کې د ډېرو هوايي شرکتونو خدمتونه اغېزمن شوي.

د دوبۍ د هوايي ډګرونو اجرائیوي رئیس پال ګریفتس وړاندوینه کړې، چې دغه هوايي ډګر به سږ کال د ۹۶ میلیونو مسافرو د راتګ شاهد وي، چې دا د تېر کال د ۹۲ میلیونو ریکارډ څخه زیات دی.