افغانستانخبرونه

ترکیه کې دوه افغانان د ګازو د مسمومیت له امله مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ترکیې هېواد په انقرې ښار کې د دوه افغان کارګرو جسدونه د څارویو د فارم د کثافاتو په یوه ګودال کې موندل شوي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ دواړه  میتان کازو له امله هملته مړه شوي دي.

د ترکیې رسنیو د دې کارګرو هویت ۲۳ کلن محمد رحیم او احمد، د افغانستان دوه اوسېدونکي اعلان کړي.

 د دوی جسدونه د چهارشنبې په سهار د کثافاتو په  کثافاتو ګودال کې موندل شوي.

راپورونه ښيي چې دا دوه کسان د سه‌شنبې له ماښام راهیسې په دې ګودال کې بند پاتې وو. 

تېره میاشت هم د یوه افغان ځوان جسد، چې د بورسا ښار په اورهان‌غازي سیمه کې په یوه فارم کې کار کاوه، د ایزنیک جهیل په ساحل کې موندل شوی و.