
کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په کونړ ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، ۱۲۰۳ کیلوګرامه د بېرج قېمتي او نیمهقېمتي کاڼي یې د ۱۶۱.۱ میلیونو افغانیو په ارزښت پلورلي دي.
د یاد ریاست رئیس محمدشیرین حقاني ویلي چې دا اندازه بېرج کاڼي نن (چهارشنبه، ۸ اسد) د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د دې کاڼو له قیمت څخه ۱۶ میلیونه افغانۍ د طالبانو خزانې ته ورکړل شوي دي.
طالبانو څو ورځې وړاندې د نورستان ولایت ۸ ټنه قېمتي او نیمهقېمتي کاڼي هم د ۱۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت پلورلي وو.
دې ډلې له بیا واکمنۍ وروسته په پراخه کچه د هېواد د کانونو استخراج او د هغو د محصولاتو پلور پیل کړی دی.
طالبان د کونر او نورستان د بېرج کاڼو ترڅنګ، د پنجشیر زمرد او د بامیان سرب او جست هم پلوري.