خبرونهنړۍ

د باجوړ اوسیدونکو د نا امنۍ د زیاتېدو په غبرګون پراخه لاریون وکړ

کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د باجور ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د مومند په سیمه کې د ناامنۍ د زیاتېدو په اعتراض لاریون کړی.

لاریون‌کوونکو د باجور ولسوالۍ او دې ته نږدې سیمو کې د امنیت او ارامۍ د ټینګښت غوښتنه کړې. 

سرچینې وایي، دغه لاریون د پاکستان د ملي اسمبلۍ د پخواني استازي ګل ظفرخان په مشرۍ ترسره شوی دی.

د راپورونو له مخې، یو شمېر لاریون‌کوونکو د قرآن کریم نسخې له ځان سره لیږدولې او له مرکزي او محلي دولت یې غوښتنه کړې چې په دې سیمه کې ناامنۍ پای ته ورسوي.

د باجور او نږدې سیمو اوسېدونکو په داسې حال کې اعتراضي غونډه جوړه کړې چې د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ د «سربه‌کف» په نوم یوه نوې پوځي عملیات د وسله‌والو پر ضد پیل کړي.

دا عملیات د وسله‌والو، په تېره د تحریک طالبان پاکستان غټو پناه‌ځایونو د پاکولو په موخه پیل شوي دي.