
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
روس د اوریل اټومي اوبدوز له لارې د نړۍ تر ټولو ویجاړونکي کروز میزایل ازموینه کړې ده.
د روسي رسنیو په وینا، دا ازموینه په برینټس بحیره کې ترسره شوې ده.
نائن فور نائن اې اینټې کلاس اوبدوز د روس د جنګي بیړیو تر ټولو پرمختللی او د ګرانیټ کروز میزایلو سره سمبال شوی دی.
د ګرانیټ کروز میزایلو په اړه ادعا شوې چې دا د معیاري کروز میزایلو په پرتله، چې په عصري بحري بیړیو کې نصب دي، څلور برابره لوی دي.
دا میزایل کولی شي هدف له ۵۰۰ کیلومتره واټن څخه په نښه کړي.