
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه کې د اسرائیلي پوځ له خوا د مرستو په تمه ولاړ فلسطینیانو باندې ډزې شوي، چې په ترڅ کې دیرش تنه وژل شوي دي.
د غزې د ملکي دفاع ادارې په وینا، د چهارشنبې په ورځ په شمالي غزه کې د بشري مرستو په تمه ولاړو ملکي وګړو باندې اسرائیلي پوځ ډزې وکړې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان شهیدان او ۳۰۰ نور ټپیان شول.
د الشفاء روغتون رئیس وویل، دا پېښه د کراسنګ پوائنټ څخه شاوخوا ۳ کیلومتره سویل لویدیځ کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې روغتون ته د ډزو له امله ۳۵ جسدونه راوړل شوي دي.
له دې وړاندې د ملکي دفاع ادارې ویلي و چې په ۴ بېلابېلو بریدونو کې، چې درې یې د مرستو مرکزونو په شاوخوا کې رامنځته شوي، ۱۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
بل خوا، د چهارشنبې په ورځ د لوږې د شدت له امله ۷ نور فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی، چې له دې سره د غذايي کمښت له امله د ټولو مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۱۵۴ ته ورسېد.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د اسرائیلي بریدونو له امله ۶۰ زره ۱۳۸ فلسطینیان شهیدان شوي دي.