
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هېواد ته د مسو پر واردولو ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده.
سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د ولسمش ډونالډ ټرمپ د لاسلیک وروسته به دا تعرفه د اګست له لومړۍ نیټې تطبیق شي.
بل خوا، ټرمپ پر هند هم د اګست له لومړۍ نېټې د ۲۵ سلنې تعرفې لګولو اعلان وکړ.
د یادونې وړده، چې ټرمپ په اپریل کې پر ۲۵ هېوادونو د ټیکس لګولو اعلان کړی و او ویلي یې و که کوم هېواد شکایت کوي یا غواړي چې د ټیکس کچه صفر شي، نو باید خپل محصولات په امریکا کې تولید کړي، ځکه هلته هیڅ ټیکس نشته.