افغانستانخبرونه

طالبانو له ترکمنستان سره د تورغونډۍ بندر د پراختیا لپاره تړون لاسلیک کړ

کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېلي ترانسپورټي شبکې همغږي کولو او د دوه اړخيزو همکاريو پراختيا په موخه د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت تورغونډۍ بندر کې د پانګونې او د هغه د پراختيا برخه کې هوکړه‌لیک لاسليک شو.

د ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمداسحاق صاحبزاده د ترکمنستان د ډيميريول ګورلوشيک سهامي شرکت له ریيس سردار قربانوف سره د پنځه میلیون ډالرو په ارزښټ د تورغونډۍ بندر د پراختيا او پانګونې اړوند يوه موافقتنامه او د همدې موافقتنامې پر اساس يو تړون لاسليک کړل.

خبرپاڼه کې راغلي، د دغه تړون د پروژې په متن کې د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ په مسير کې د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نوو ګودامونو او تاسيساتو ډيزاين، جوړول او فعالول شامل دي چې د ياد مسير په وچ بندر کې تطبيقېږي.

د ټولګټو وزارت لیکلي، په ياده پروژه د ترکمنستان له لوري پانګونه کېږي چې د افغانستان په خاوره کې به د افغانستان د قوانينو او د ترکمنستان په خاوره کې به د ترکمنستان د قوانينو له مخې عملي کېږي.