
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه (د زمري ۹مه) د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پرانیستلې.
ملا عبدالغني برادر اخوند په دې مراسمو کې ویلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د لوګر په ځانګړي ډول د محمد اغې صنعتي پارک، د برېښنا کمښت ستونزه حل شي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت هوډ لري چې افغانستان د انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیا کړي، خو د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې د هېواد اوبه مدیریت شي او له لمر او باد څخه ښه ګټه واخیستل شي.
ټاکل شوې دغه پروژه په ۱۸ میاشتو کې بشپړه شي او د دې ولسوالۍ ۴۰ زره کورنیو ته به اړینه برېښنا برابر کړي.