
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي، چې له سبا (جمعې) ورځې څخه به د هندوستان پر وارداتي توکو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي.
ټرامپ د تروټ سوشیل په یو پوسټ کې لیکلي، چې د تعرفې د وضعه کېدو ترڅنګ هندوستان له روسیې څخه د وسلو او انرژۍ د پېرلو له کبله «جریمه» کوي.
ورته مهال هندوستان د ټرامپ د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، له خپلو ګټو دفاع کوي او ژمن دی، چې له امریکا سره «یوې عادلانه سوداګریزې هوکړې» ته ورسېږي.