خبرونهنړۍ

ټرمپ د ګواښ وروسته هندوستان د روسي تیلو اخیستل بند کړل

کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

 د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښ وروسته د هندوستان دولتي تیلو تصفیه‌ کارو (ریفاینریو) د روسي تیلو اخیستل بند کړل. 

د را پورونو له مخې؛ تر اوسه په هند کې د تیلو د تصفیې څلورو شرکتونو د یوې اونۍ په ترڅ کې له روسیې حخه د تیلو اخیستل بند کړي دي.

هندوستان د تیلو واردولو په برخه کې د نړۍ درېیم لوی هېواد دی او د روس د سمندري خام تیلو تر ټولو لوی پیرودونکی دی. 

د یادونې وړده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د جولای په ۱۴مه د روس څخه تیل اخیستونکو هېوادونو باندې د ۱۰۰ فیصده تعرفې لګولو ګواښ کړی و. 

ټرمپ پرون د روس څخه د وسلو او انرژۍ اخیستلو له امله په هندوستان باندې د ۲۵ فیصده سوداګریزې تعرفې او اضافي جرمانې اعلان کړې وو، چې د جمعې له ورځې څخه په تطبیق شي.