خبرونهنړۍ

په انګلستان او ویلز کې په دویم پرلپسې کال هم ‘محمد’  تر ټولو زیات غوره شوی نوم شو

کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د بریتانیا د احصایې ادارې (او این ایس) د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې محمد په انګلستان او ویلز کې د نویو زیږیدلو ماشومانو لپاره تر ټولو زیات غوره شوی نوم دی.

په ۲۰۲۳ کال کې هم محمد تر ټولو مشهور نوم و.

دا نوم له ۲۰۱۶ کال راهیسې د لسو غوره نومونو په لیست کې دی.

محمد په ۲۰۲۲ کال کې دویم او په ۲۰۲۱ کال کې پنځم مشهور نوم و.

د بریتانوي رسنیو په وینا، دا کړنه په بریتانیا کې د مسلمانانو د نفوس زیاتوالی ښيي، ځکه مسلمانان  د اسلامي دودونو له مخې خپلو ماشومانو ته نومونه ټاکي.

د راپور له مخې، نوح دویم او اولیور نوم درېیم ځای لري.

د نجونو لپاره اولیویا او امیلیا نومونه پرله‌پسې درېیم کال تر ټولو مشهور نومونه پاتې شوي دي.

شاھي نومونو لکه جارج (شپږم ځای) او ولیم (۲۷م ځای) په شهرت کې د پام وړ کمښت راغلی دی.