خبرونهنړۍ

د طائف ښار په پارک کې د یوې پېښې له امله ۲۳ کسان ټپيان شوي

کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د خلیج ټایمز د راپور له مخې، د سعودي عربستان طائف ښار کې د گرین ماؤنټین پارک یوې زانګو کې د رامنځته شوې پېښې له امله ۲۳ تنه  ټپيان شوي دي.

 په خپرو شویو ویډیوګانې کې لیدل کیږي، چې په دغه زانګو ډوله تفریحي سیمه کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان سپاره و، چې په هوا کې دوه ټوټې شو.

د دې پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او د ځینو روغتیایي حالات هم نازک ښودل شوی دی.