
کابل ټیلیګراف – ۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ د امریکا متحده ایالتونو په انډیانا کې د یوې کوچنۍ الوتکې د غورځېدو پېښه کې هغه ۴۴ کلنه ویتنامۍ پیلوټه این تهو نیوین مړه شوې، چې د ټولې نړۍ د لیدو ماموریت یې پیل کړی و.
د الوتکې د غورځېدو پېښه د انډي ساؤتھ گرینووډ هوایي ډګر څخه د الوتنې وروسته سمدستي رامنځته شوې ده.
عیني شاهدان وایي، الوتکه په فضا کې چورلېدله او د یوه پطرول پمپ شاته ولوېده، چې په کې یاده پیلوټه ځای پر ځای مړه شوې ده.
د ویتنامي پیلوټ دا ماموریت یوازې یوه الوتنه نه وه، بلکې یو خوب و، چې موخه یې د اسیايي ښځو هڅول وو چې د الوتنې، انجینرۍ او ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضیاتو (STEM) په برخو کې قدم کیږدي.
دغې پیلوټې د الوتنې څو شیبې مخکې په فیسبوک کې یوه ویډیو خپره کړې وه، چې پکې ویلي و: “دا یوازې یوه الوتنه نه ده، دا یو ماموریت دی د راتلونکي نسل اسیايي ښځینه پیلوټانو او انجینرانو لپاره، راځئ چې ټول مخکې لاړ شو.”
ویتنامۍ پیلوټې دا سفر د جولای په ۲۷مه د امریکا د وسکونسن ایالت له اوشکوش ښار څخه پیل کړی و، د انډیانا وروسته د هغې راتلونکی منزل پنسلوانیا و، خو له رسېدو مخکې د پېښې قرباني شوه.
این تھو نیوین د پرډیو پوهنتون څخه په ریاضیاتو کې لیسانس او د ایروناټیکس او اسټروناټیکس په برخه کې ماسټري ترلاسه کړې وه، او د جورجیا ټیک څخه یې په ایرواسپیس انجینرۍ کې دوکتورا کړې وه.
هغه د ډریگن فلایټ ټریننګ اکاډمۍ مشره ښوونکې هم وه.