
کابل ټیلیګراف – ۱۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په يو تازه راپور کې چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د موجودیت په تړاو يې خپور کړی، په افغانستان کې یې د ۲۰۰۰ څخه د زیاتو داعش وسله والو د موجودیت خبر ورکړی دی.
یاد سازمان ويلي چې دغه وسله والو د افغانستان په بېلابېلو ځايونو کې موجود دي او اکثریت یې د دغه هېواد په شمال او ختيځ کې دي.
یاد سازمان وايي چې د داعش خراسان ډلې دا جنګیالي د ټولنيزو شبکو له لارې د منځنۍ اسیا، د روسیې شال او منځني ختیځ هېوادونو څخه جذب کړي، اوسمهال يې داخل د افغانستان کې په روزنه او همدغه هېواد کې د بریدونو تر سره کولو باندې بوخت دي.
د ملګرو ملتوو نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې دا ډله ښايي له افغانستان څخه بهر هم عملیات ترسره کړي او ښايي د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون ځینې ګاونډي هېوادونه ډېر تر ګواښ لاندې راشي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.