افغانستانخبرونه

د خبریالانو مرکز: کابل کې څلور خبریالان له زندانه ازاد شول

کابل ټیلیګراف – ۱۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو له زندان څخه پرون په کابل کې څلور خبریالان او رسنیز کار کوونکي له زندان څخه ازاد شول.

یاد مرکز وايي، په دغو کسانو کې د ځوانانو راډیو مرستيال اسلام‌ګل توتاخېل او د بیګم راډیو خبریال احمدضیاء امان‌یار، چې شپږ میاشتې مخکې بنديان شوي وو او همداراز په کابل کې د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت «پیکسل» کارکوونکي احمد نويد اصغري او مشتاق احمد حليمي، له دوو اونیو بند وروسته له زندانه ازاد شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو خبریالانو او رسنيزو فعالانو د ازادېدو هرکلی کوي او روښانوي چې د دوی ازادي باید له پیله نه وای سلب شوې.

بیګم راډیو او ځوانانو راډیو دوه خصوصي او خپلواکې رسنۍ دي چې د دواړو مالک یو کس دی. بیګم راډیو د ۱۳۹۹ کال د کب پر ۱۸مه، چې د ښځو نړیوالې ورځې سره سمون لري ( ۲۰۲۱ د مارچ ۸)، او د طالبانو له واک ته بېرته راستنېدو پنځه میاشتې مخکې، په کابل کې تأسیس شوه. ځوانانو راډیو بیا په ۱۳۹۰ کال کې تأسیس شوې چې موخه یې د مدني پوهاوي لوړول او د خلکو او فرهنګونو تر منځ د خبرو اترو دودول بلل شوي دي.