
کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴
د فنلنډ ولسمشر الکساندر استاپ اعلان کړی، که د هغه هېواد حکومت رسمي وړاندیز وکړي، چمتو دی چې د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې فنلنډ به د دغه ډول دریځ په نیولو سره، د سیمې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
تر دې مخکې ځينو نورو هېوادونو هم ورته اعلانونه کړي وو.