
کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې امنیت شورا د مرستیال دیمیتري مدودف د څرګندونو په غبرګون د روسیې سره نږدې «مناسبو سیمو» ته د دوو اټومي اوبتلونو د لېږد امر کړی دی.
ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ «تروت سوشیل» لیکلي: «د دیمیتري مدودف د ډېرې پاروونکې وینا په غبرګون کې مې د دوو اټومي اوبتلو د لېږد امر ورکړ».
مدودف د پنجشنبې په ورځ ګواښ کړی و، چې ټرمپ باید په یاد ولري چې مسکو لا هم د شوروي له وختونو اټومي وړتیاوې لري، چې کولای شي په بیړني حالت کې ترې کار واخلي.
د مدودف او ټرمپ ترمنځ لفظي شخړه هغه مهال زیاته شوه، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د اوکراین سره د جګړې پای ته رسولو لپاره روسیې ته د ۱۰ تر ۱۲ ورځو پورې مهلت ورکړ چې عملي ګامونه واخلي؛ او د نه کولو په صورت کې به له نویو بندیزونو سره به مخ شي.