افغانستانخبرونه

کابل ښار کې یو ځوان وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴

باوري سرچینې وایي، د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یوه ځوان وژل شوی دی.

یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر د هوتخیلو په سیمه کې شوې ده.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په پیل کې د دوو کورنیو ترمنځ لفظي شخړه کیږي او وروسته په نښته اوړي چې له امله یې یو ځوان د چاقو په ګزارونو وژل شوی دی.

د ده د معلوماتو له مخې، طالبانو په دې اړه یو کس نیولی دی.