
کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغان کډوال چې د کډوالو د ثبت ځانګړي کارتونه (پي او ار) لري، باید دغه هېواد پرېږدي.
د یاد وزارت په خبره، د کډوالۍ د ټولو کارتونو قانوني اعتبار د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسېدلی او له دې وروسته به د دې کارت لرونکي «غیرقانوني» وګڼل شي.
پاکستان دا پرېکړه د کډوالۍ د نوې تګلارې برخه بللې، چې د افغان کډوالو په اړه عملي کېږي.
د پاکستان حکومت ويلي، هغه افغانان چې قانوني پاسپورت او د پاکستان ویزه نه لري، اوسنی استوګنځای یې غیرقانوني ګڼل کېږي او باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.