خبرونهنړۍ

اسرائیلو د تهدید له امله د متحده عربي اماراتو څخه  خپل دیپلوماتان ور غوښتي

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلو د امنیتي تهدید له امله د  متحده عرب اماراتوڅخه خپل دیپلوماتیک کارکوونکي بیرته ورغوښتي دي.

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیل له متحده عرب اماراتو څخه خپل زیاتره دیپلوماتیک کارکوونکي بېرته ور بللي دي. 

د رسنیو د راپورونو له مخې، دا امرونه د اسرائیلو د ملي امنیت شورا له خوا په خلیجي هېواد کې مېشت اسرائیلي اتباعو لپاره د سفري خبرداري د لا سختولو له امر وروسته صادر شوي دي. 

د اسرائیلو ملي امنیت شورا خبرداری ورکړی چې په متحده عرب اماراتو کې د یهودو او اسرائیلي وګړو د په نښه کولو احتمالي هڅې کېدلی شي.

دوی زیاته کړې، دغه بریدونه ممکن  د یهودي رخصتیو او د دوی د مقدساتو مراسمو پر مهال زیات شي.

د بهرنیو خبري اژانسونو په وینا، د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ویاند دفتر سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي، او د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا هم کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.