افغانستانخبرونه

د طالبانو مالیې وزارت د افغانستان لاس بې اسناده موټرو د ثبت موده تمدید کړه

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د مالیې وزارت په يوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې د افغانستان لاس بې اسناده موټرو د ثبت او محصول پروسه يې د روان کال تر پایه تمدیده کړه.

دغه وزارت ويلي چې ياده پروسه په اوو زونونو (کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز او خوست) کې په عادي ډول روانه ده.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي چې د خلکو اقتصادي وضعیت په کتلو يې د محصول په برخه کې تخفیف هم رامنځته کړی چې خلک وکړای شي خپل موټرونه ثبت کړي.

دغه اعلامیه څرګندوي چې له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د موټرو قیمتونو ته په کتلو ۴۰ سلنه تخفیف رامنځته شوی دی.